|
د کاروان دنده
د کاروان مشرتابه د هیواد ځوانانوته د منا سبی تحصیلی زمینی په برابرولو سره د زده کونکو دتوان دلوړ ولواو دعلمی او تحصیلی مهارتو د پراخولو په اړوند هیڅ ډول تخصصی او اکادمی هلوځلو سپماوی ندی کړی او همیشه ئی خپل ځان د دوی په وړاندی مکلف کڼلی دی، پدی اساس د کاروان مؤسسه هوډلری چه د زده کړی ټول خدمات او اړتیاوی برابری کړی ترڅو ځوانان دعلم او تعلیم د حاصلولو څخه وروسته په دولتی او غیر دولتی کورنیو او بهرینو سازمانو او موسسو کی په خدمت بوخت او اغیزناکه رول ولوبوی، مونږ د زده کونکو دعلمی کچی دلوړولو لپاره لنډمهاله تعلیمی کورسونه په بیلا بیلو ډکرونوکی په کار اچووترڅو دهغوی دمهارتونو په عملی کیدلو کی ورسره مرسته وکړی.
موخی:
1- زده کونکوته دښی او اغیزناکی تعلیمی فضا دا سانتیاوو برابرول چی په هغه کی دوی ارزښتونه مهارتونه او علمی توانمندی لاس ته راوړی او دخپل کار په ډګرکی تری ګټه واخلی.
2- د هیواد د فعالوادارو اومؤسسو دتقویت او نوی افغانستان دراتلونکی لپاره دځوانانو ملاتړ، هڅونه او تیارول.
3- د زده کونکی دعلمی توان دلوړولواو معلومولولپاره د تحقیق تحلیل ډله ایزوفعالیتونو او معلوماتو برابرول.
4- په تحقیقی، تحلیلی ډله ایزوفعالیتونو اومعلوماتوبرابرولوکی د زده کونکو دسوی لوړول او معلومول. د معلوماتو د لاسته راوړ لواو معلوماتی منابعو درسیدلو د نوی ټکنالوژی څخه ګټه اخستل.
هر کله چه تا سو دکاروان دلوړو زده کړومؤسسی دلسانس پریوه پروګرام کی شامل شی نو دیوی مودی د تیرولو سره به دنوموړی مؤسسی یو فعال او پیاوړی غړی شی چه دابه هر څوک په ښکاره ډول سره ووینی اوتا سوبه وکولی شی چه خپله معنوی سرمایه دراتلونکو لیارو په واسطه وپیژنی.
|