|
کره کتنه د کاروان د عالی تحصیلاتو مؤسسه دیوه پرمختللی تحصیلی نهاد په توګه د روزنی در اصولو سره سم په افغانستان کی جوړه شوه، ځکه چی د علم پوهی او انسانی هنرونو اړتیا داجتماعی تجربوی او بشری علوم په بیلا بیلو ډګرونوکی لیدل کیزی دا تحصیلی عالی موسسه یوه مستقله او دچاپوری تړی اداره نه ده او ددی په لټه کی دی چی د سیاسی ژبنی سمیزو حساسیتونو او کرکو څخه لری پوهه تخصصی مهارتونه دحقوقو اوسیاسی علومو، اقتصاد اومدیرت، او کمپیوترساینس په څانګوکی دداخلی اوخارجی علمی کدری استادانوچی د دکتورا او ماستری په علمی درجونایل شوی خپل تربوی پروګرامونه دنویو نوښتونو په نظرکی نیولوسره ځوانانواو د علم لیوالوته وړاندی کړی.
کاروان په حقیقت کی یوه اکادمیکه ساحه ده چه دانسانی اوتجربوی علومو دسطحی دلوړتیا لپاره زمینه برابروی. اود اسلام داساسی اصولو، اساسی قانون او دهیواد دتقنینی فرمانونو څخه دفاع کوی او دملی ګتو او بشری حقونو ارزښتونه یْی دیوه تحصیلی نهاد یا موسسی په توګه په نظر کی نیولی او هغوته دقانونی اومسؤساتی بڼی ورکولو لپاره کوښښ کوی. دامؤسسه په اوسنی وخت کی هوډلری چی په خپل نوبت سره دیوه بدلون لپاره دانسانی او تجربوی علومو څخه دګټی اخستنی اوپلی کولو زمینه برابره کړی ترڅودځوانانو او په پای کی دټول هیواد په سطحه مثبتی اغیزی ولری
کاروان د موثرواو علمی نویو وړاند یزونو اوطرحوپه لټه کی دی توڅو داکادمیکو نوښتونو ابتکارونو د ورځنیو اړتیاوو سره سم دحق نه ددفاع په کولو دتعلیم فرهنګ او پوهی په خپرولو دفکر ونو په تبادلی دتجربو په زده کړو او نظری او عملی وړاندیزونو سرته رسولوسره د مشخصواو په ډاگه پروګرامنو له لیاری فعاله ونډه ولری..
|